د بغلان د برکې ولسوالۍ شهر نو فلول په سیمه کې سېلاب ځپلو ته د مرکزي بغلان د جرخشک د زمانخیلو قوم په مالي لګښت ۵۵ کورونه جوړ او وسپارل شول. د زمانخېلو د قوم استازي وايي، چې دغه ۵۵ کورونه د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت سره په ۷۹ ورځو کې جوړ شوي، چې دوه د ناستې کوټې، یو حمام، یو پخلنځی، یو دهلېز او یو تشناب لري.