د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې؛ په پاکستان کې ۱۴ تنه نور افغان بندیان له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول. د یاد امریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۱۵ ورځو څخه تر درې میاشتو پورې بندیان وو، چې د پولیسو له لوري خوشې او د مهاجرت نړیوال سازمان په مرسته د تورخم دروازه کې ثبت او هېواد ته راستانه کړای شول.