د روسیې د ملي امنیت سلاکار، سرګي شویګو له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغان لوري سره یې د اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړي چې سوداګریزه راکړه ورکړه، ټرانسپورټ او انرژي یې د خبرو اصلي تمرکز و. هغه زیاته کړې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د روسیې له لوري د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې کابل ته له ۱۲۰۰ ټنو زیاتې بشري مرستې استول شوې دي. شویګو تېره ورځ د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په کابل کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.