د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت حوزوي روغتون د جدي مراقبتونو څانګه د ترکیې هېواد اړوند د (ټیکا ) دفتر له لوري په نویو طبي وسایلو او ماشینونو سمباله شوې ده. د هرات د حوزوي روغتون آمر محمد ابراهیم انیس د ټیکا دفتر له مسوولینو د مننې په ترڅ کې ویلي چې دغه تجهیزات د جدي مراقبتونو د څانګې خورا مهمه اړتیا ده چې په دې سره به ناروغانو ته روغتیايي خدمات ښه او اسانتیاوې به ورته ډېرې شي. ورته مهال د ټیکا دفتر رییس عرفات دینیز وویل چې په دغو وسایلو کې د زړه ناروغۍ د ایکوکارډيوګرافي، ونتلاتورونه، ۵ پایې مانیتورونه او د ناروغانو لپاره ۵ معیاري بسترونه شامل دي.