د پاکستان پخواني لومړي وزیر خپلو پلویانو ته په پیغام کې ټینګار کړی چې د خپلو غوښتنو د منلو تر وروستي بال پورې مبارزه وکړي او شاتګ ونه کړي. د هغه په وینا، تحریک انصاف د خپلو پلویانو په متحد او سوله ییز مقاومت سره د حاکمې مافیا پر وړاندې دریځ نیولی. د عمران خان د رسمي ټویټر حساب له لارې په خپاره شوي پیغام کې نوموړي خپلو پلویانو ته درناوی وړاندې کړی چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره په سوله ییز ډول ولاړ دي. هغه د خپل ګوند غړو ته ویلي، “تر وروستي بال پورې مبارزه وکړئ. تر څو چې مو غوښتنې ونه منل شي، موږ به هېڅکله شاتګ ونه کړو.” عمران خان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له پاکستانیانو مننه کړې، چې نه یوازې یې د پاکستان لپاره مالي مرسته کړې، بلکې په مېشتو هېوادونو کې یې تاریخي مظاهرې ترسره کړې.