د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان د اقلیمي بدلون منفي اغېزې د بشري وضعیت د خرابېدو لامل شوې دي. یادې کمېټې زیاته کړې، چې دې چارې افغانستان له زیاتېدونکو ننګونو سره مخ کړی دی. د راپور له مخې، افغانستان اوس د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمنونکی دی، چې د افغانستان پر چاپېریال، اقتصاد او نفوس یې ناوړه اغېز کړی دی. دې کمېټې ویلي چې دوی هڅه کوي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په کمولو او تطبیق کې مرسته وکړي او د اوبو د ښه مدیریت او دوامداره برېښنا رسولو او په هېواد کې د کرنې معیشت ساتنې له لارې د خلکو ملاتړ وکړي.