د میدانوردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې له شاوخوا څلور زره بېوزله او اړو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده. د مسوولینو په خبره هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم د بېوزله او اړو کورنیو سروې ترسره شوې او د راروان ژمې له پيل وړاندې به پر لیست شویو اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.