د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د چين د عرضې او بازار د همکاريزې ټولنې د جوړېدو ۷۰مې کليزې په درشل کې مهمه لارښوونه کړې او د دغې ټولنې کارکوونکو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړي او جايزه ګټوونکو ډلو او شخصيتونو ته یې مبارکي ويلې ده.
نوموړي ويلي، د چين د عرضې او بازار همکاریزې ټولنې له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د ښاري او کليوالو اوسېدونکو لپاره د خدمتونو، د کليوال اقتصاد د پرمختګ، د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي او د کليو د سمسمورتيا په برخو کې مثبت رول لوبولی دی.
شي جين پينګ له نوموړې ټولنې څخه غوښتي، چې د نوي پرمختګ مفکوره ښه پلې او اصلاحات پياوړي کړي او له بزګرانو سره د ګوند او حکومت د ارتباطو د پل رول ولوبوي.