د چين احصائيې ملي ادارې د نومبر په ۲۷مې نېټې خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې د دغه هېواد د لويو صنعتي تصديو عايدات د تیر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱.۹ زیات شوي او په راتلونکي به هم دوامدار زیاتوالی ومومي.
د چین د اقتصادي پرمختګ لړیزې پاليسۍ د تطبیقېدو له امله، د سږ کال په اکتوبر کې د دغه هېواد د لویو صنعتي تصدیو تولید پرله پسې زيات شوی، د ډېرو سکټورونو ګټې یې د تیرې میاشتې په پرتله ښې شوي او د لوړ تخنیک د تولیداتو ګټې يې د تېرې میاشتې په پرتله ٪ ۱۲.۹ زیاتوالی موندلی دی.