د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د آمو سیند څخه تر کوکچې سیند پورې د ۸۵ کیلومتره سړک د چغل اچولو او پراخولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دغه سړک لګښت د ځایي خلکو او سوداګرو لخوا ورکول کیږي. دغه سړک د راغستان، یاوان، کوهستان او یفتل پایان ولسوالۍ له مرکز فیض آباد سره نښلوي. د یاد سړک په پراخېدو سره به د بدخشان د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل، ترافیکي پېښې کمې، د کروندګرو د محصولاتو انتقال اسانه، او نورې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.