د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۹مې نېټې اعلان وکړ چې د جرمني خارجه وزيره انالينا بايربوک به د دې د چيني سيال وانګ يي په بلنه د دسمبر په ۲مې او ۳مې نېټې له چين څخه ليدنه وکړي.
د چين خارجه وزير وانګ يي به په دې موده کې ورسره د چين او جرمني د ډيپلوماسۍ او امنيت د ستراتيژيک ډيالوګ ګډه مشري وکړي.