د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېکس غړو هېوادونو ته ګواښ کړی، چې نړېوالو راکړو ورکړو کې له نوې کرنسۍ او یا هم د ډالر ځای ناستي څخه په استفادې دې امریکا سره له صادراتو خدای پامانی وکړي. ټرمپ ویلي، که د برېکس غړي هېوادونه په دې اقدام لاس پورې کړي امریکا سره صادراتو کې به له ۱۰۰سلنې تعرفې سره مخ شي. ټرمپ د برېکس له غړو هېوادونو غوښتي، چې ژمنه دې ورکړي چې نه د برېکس لپاره نوی بانک نوټ جوړوي چې د ډالر ځای ناستی شي او نه به ترې ملاتړ کوي. نوموړي ګواښ کړی، چې په دې صورت کې به د امریکا له ۱۰۰ سلنې تعرفې سره مخ او امریکا ته دې له صادراتو خدای پامانی وکړي. د یادونې ده، چې برازیل، روسیه، هند، جنوبي افریقا، ایران، مصر، اتیوپي او متحده عربي امارات د برېکس سازمان غړي هېوادونه دي، چې څه موده وړاندې یې روسیه کې د برېکس سازمان غونډه کې د ډالر د بدیل پرځای د برېکس بانک نوټ نمونه وړاندې کړه.