له نړۍ سره د وصل او د ګډې راتلونکې برابرولو تر سليک لاندې د چين د نړيوال اکمالاتي ځنځير دوهم نړيوال نندارتون د نومبر له ۲۶مې نېټې څخه تر دېرشمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو.
په داسې حال کې چې نړۍ د نړيوال کېدو شاتګ، د سوداګرۍ ساتونکو د زیاتېدو او د جيوپوليتيکو کشالو له ډېرو ننګونو سره مخ ده، د شاوخوا اويا هېوادونو سیمو څه باندې شپږ سوه تصديو او ارګانونو په دې نندارتون کې د متقابل پيوستون لپاره نوې لاره چاره لټولې او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره يې هڅې کړې دي.
د نومبر په ۲۷مه نېټه د سعودي عربستان سوداګر علي محمد قحطاني چې د مالونو د ليږد راليږد په چارو لګيا دی، یوه (( ډالۍ)) تر لاسه کړې او ويلي يې دي چې په څه کم يو ساعت کې د شان دونګ بندرونو ځمکني او سمندري لوژيستيکي شرکت د انجنيري ماشينونو او تجهيزاتو د لېږد رالېږد لايحه را برابره کړې ده.
هغه رسنيو ته ويلي، په وروستيو ورځو کې د اسکواتور په شمول د سعودي عربستان د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ لپاره د اړتیا وړ توليداتو صادراتو پر وړاندې د سمندري ليږد راليږد او د اړوندو لګښتونو د زياتوالي ستونزې رامنځته کېږي. په دې نندارتون کې مې له چینايي تصديو سره په سلامشورې ستونزې حل کړې او د ترانسپورټي لګښت په سلو دېرش هم کم شوی دی.
ياد نندارتون د اکمالاتي ځنځير تر سرليک لاندې د دولت په کچه لومړی نندارتون دی چې د نندارځای پراخوالی يې ۱۲۰ زره مربع مترو ته رسيږي او د مخکښو توليدي چارو، پاکې انرژۍ، ځيرکو موټرو په شمول له شپږو ځنځيرونو څخه جوړ شوی دی. په دې نندارتون کې د همکاريو او بازار موندنې هڅې هم ډېرې دي.
د نومبر په ۲۶مه نېټه د جاپان پاما سونيک ګروپ د بېجينګ ښار د ساختماني ډيزاين څېړنيز انسټيټيوټ له شرکت سره ستراتيژيک همکاريز تړون لاسليک کړی او د ځيرک سيستم د ابادۍ او د ښاري نوښت په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. دغه راز د ريو تينتو(Rio Tinto) ګروپ د بېجينګ له ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون سره همکاريز ياددښت هم لاسليک کړی او له مخې به يې د کاربن د لږې ايستنې او د صنعتي کثافاتو په برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ لا پياوړې کړي. په دې نندارتون کې همداسې همکاريزې کيسې ډېرې ليدل کيږي.
د چین د سوداګرۍ د پرمخبيولو کمېټې د نومبر په دېرشمه نېټه يوه شمېره خپره کړې چې له مخې يې په ياد نندارتون کې ۶۹ اړوند فعاليتونه او د همکارۍ څه باندې ۳۷۰ مذاکرې شوې او څه نا څه ۲۱۰ همکاريز تړونونه لاسليک شوي چې ارزښت يې ۱۵۲ ميليارډه يوانو ته رسېدلی او د تېرې دورې په پرتله په سلو کې یو اعشاريه ۳ زيات شوی دی. په همدې مودې کې د انلاېن او حضوري کتوونکو شمېر له دوه سوه زره څخه اوښتی چې دا رقم هم د تېرې دورې په پرتله یو پر درېيمه برخه زیات شوی دی.
د کتوونکو له زیاتېدو څخه د دې نندارتون حياتي ځواک ښکاري.
د دوه اړخیزو همکاريو پر پياوړتيا سربېره د اکمالاتي ځنځيرونو د پرمختیايي تمايل په تړاو د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو پوهاوی هم لا ژور شوی دی. د نومبر په ۲۶مه نېټه د نړيوال اکمالاتي ځنځير د پرمخبيولو ګراف ښيي چې له ۲۰۱۸ م کال څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې دغه ګراف له صفر اعشاريه ۲۷ څخه تر صفر اعشاريه ۶۶ پورې زيات شوی چې د پرمختیا اندازه يې په سلو کې ۱۴۴ ته رسېدلې، نو دا د دې ښکاندويي کوي چې د اکمالاتي ځنځير د پرمخبيولو سويه په څرګنده توګه لوړه شوې او پرمختیایي چاپيريال يې هم ښه و.
د سوداګرۍ او اقتصاد د نړيوالې مېلې او غونډې په توګه دغه نندارتون د نړۍ لازيات پام اړولی دی. د سږني نندارتون د پای په همدې ورځ کې د زيمنس او د چین د سينوپيک په شمول ۶۸ تصديو او ارګانونو په راتلونکي نندارتون کې د ګډون لپاره تړونونه لاسليک کړي او هيله يې ښودلې چې د دې ډګر له لارې د خپلو برانډونو اغيز لوړ او نړيواله همکاري لاپياوړې کړی.