د پکتیا ولایت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په ملا فاتح کلي کې د څه باندې ۳.۲ میلیونه افغانيو په لګښت د اوبو لګولو يوه پروژه ګټې اخیستنی ته وسپارل شوه. د مسوولینو په خبره په دغه پروژه کې د ۱۵ مترو په اوږدوالي د سربند، ۱۱۴ مترو په اوږدوالي د کانال او ۸۰مترو په اوږدوالي د محافظوي دېوال جوړول شامل دي، چې پرمټ یې د نوموړي کلي سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د موسمي بارانونو او سېلابونو له زیان څخه خوندي شوه.