په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي ګنګ شوانګ د ډسمبر په دويمه نېټه د دغه هېواد د حکومت په استازيتوب د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي ماتياس ته د هواګ يان ټاپو د بحري قلمرو د اساسي کرښې يا بېس لاين (baseline) په اړه د چين اعلاميه او اړوند سمندري چارټ وړاندې کړی دی.
د معلوماتو له مخې، ياده اعلاميه او سمندري چارټ به د ملګرو ملتونو په ويبپاڼه کې خپاره شي.
هوانګ يان ټاپو د چين د خاورو برخه ده. د دغه هېواد حکومت د روان کال د نومبر په لسمه نېټه د سمندري قانون په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیون، نړيوال قانون او د چين ولسي جمهوریت د بحري قلمرو او ورسره تړلي زونونو قانون له مخې د هوانګ يان ټاپو د بحري قلمرو بیس لاين ټاکلی او اعلان کړی دی.
د سمندري قانون په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسيون له مخې، ساحلي هېوادونه دې د خپلو بحري قلمرو د بېس لاين چارټ يا جغرافيايي نقشه د ملګرو ملتونو سرمنشي ته وړاندې کړي.