د لوګر ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې په روان کال کې یې ۹.۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه عواید د ۴۷۲ جوازسیرونو او ۱۵۹۳ لایسنسونو د توزیع او تمدید له لارې راټول کړل شوي دي.سرچینې زیاته کړې چې د لوګر په لویو لارو کې د ترافیکي نښو د لګولو چارې هم ٧٠ سلنه بشپړې شوې دي. د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې عواید په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته سپارل کېږي.