د سرپرست حکومت اداري مرستیال او مل پلاوي یې د ازبکستان په ترمذ ښار کې له مېشتو یو شمېر افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره کتلي. په دې کتنه کې اداري مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې او له پانګوالو یې غوښتي چې له دې فرصت څخه په استفادې افغانستان کې پانګونه وکړي. دغه راز ترمذ کې مېشت افغانانو، سوداګرو او پانګوالو د سوداګرۍ زیاتوالي په موخه خپلې غوښتنې شریکې کړې دي.