د پکتيکا د مرکزي زندان مسوولین وايي چې په لومړي ځل د زندانيانو لپاره د حرفوي زدهکړو مرکز پرانېستل شوی دی. د پکتيکا د زندان امر حکمتالله خطاب وايي، له دې وړاندې زندانيانو ته د عصري او ديني زدهکړو زمينه برابره شوې وه. د نوموړي په وینا، دا مهال په زندان کې د تخنيکي زدهکړو امريت په مرسته په لومړي ځل د حرفوي زدهکړو مرکز په زندان کې پرانيست چې د موټرسايکل جوړولو برخه کې زدهکړې ورکړل کېږي. د پکتيکا د مسلکي او تخنيکي زدهکړو د ادارې امر حضرتګل محمدي بيا وايي، په نږدې راتلونکو ورځو کې به زندانيانو ته د فلزکاري، سولر برښنا او ځينو نورو برخو کې هم حرفوي زدهکړې پيل کړي. د مسوولینو په وينا، د حرفوي زدهکړو په ترلاسهکېدو سره به ياد کسان زندان څخه تر خلاصيدو وروسته خپله کاروبار کوي.