د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او یو شمېر نورو اقتصادي طرحو په اړه بحث شوی دی. د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري په کاپیسا، هرات او کابل کې د لمریزې برېښنا د تولید او همدا رنګه په کندهار کې د لمریزې برېښنا زېرمه کولو په موخه د بټریو د نصب، د هېواد په لسو مهمو بندرونو کې د کرنیزو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارونو د جوړولو او په هرات کې د پستې باغونو او بېلابېلو میوه لرونکو ونو د سوداګریزې قوریې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې دي. جلاجلا کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي او اقتصادي بحثونه ترسره او خپل وروستي راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.