د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې په تېرو دوو اونیو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا درې زره جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې. د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې امنیتي او کرنیزو ادارو د یوشمېر غاصبینو د غصب مخه نیولې او ځینې غاصبین عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي. دغه ځمکې د تېرو دوو اونیو پرمهال له غصب راګرځول شوي چې پهکې په غیرقانوني توګه کورونه، هټۍ او د کرنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېده. د چارواکو په وینا، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې د موسیقلعه ولسوالي د زرکو د غره په شاوخوا کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه د غیرقانوني تصرفاتو څخه پاکه شوې. تر دې مخکې هم د هلمند په بېلابېلو سیمو کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې.