تمه ده چې سږ کال به له تخار ولایت څخه ۶۰۰ میټریک ټنه د لېمو حاصلات راټول شي. د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د مرکز په ګډون د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې په ۴۵ هکټاره ځمکه د لېمو باغونه جوړ شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله د لېمو حاصلات ډېر شوي دي. یو شمېر بڼوال وايي، چې د لېمو کښت د نورو مېوو په پرتله ډېر زحمت لري او دوی د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره دغه مېوه تر پوښښ لاندې ساتلې.