طالبان وایي دوی د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو موسساتو سره د کرونا ضد مبارزه کې همکاري کوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي دوی تیار دي چې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو موسساتو سره همکاري وکړي، څو وکړی شي دغه پدیده له منځه یوسي. د شاهین په وینا دوی د همغږۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري او له یادو بنسټونو سره همکار دي. ده پر نړیوالو روغتیايي سازمانو همدا راز غږ کړی چې د افغان حکومت په زندانونو کې ددوی بندیانو ته جدي توجه وکړي. طالبانو تر دې وړاندې هم د خپلو بندیانو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې وو چې حکومت یې باید بندیان ازاد کړي له دې پرته یې مسوولیت ددوی پر غاړه دی.