د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت یوې الوتکې نن سهار کابل ته۲۸ ټنه بشري مرستې رارسولې دي. د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت رسنیز دفتر وايي، چې دا د روان کال په اوږدو کې افغانستان ته د مسکو د مرستو پنځمه جوپه ده. د دې مرستو ډېره برخه خوراکي توکي دي. ټاس خبري اژانس وايي، چې دغه بشري مرستې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د فرمان او د بیړنیو حالاتو وزیر الکساندر کورینکوف د لارښوونو پر بنسټ ترسره شوي.