د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه ټویټ کې ویلي چې د سوریې وسلهوالو مخالفینو په بېساري او همغږي بریدونو کې ګڼ شمېر ښارونه نیولي او اوس د دمشق په څنډو کې دي، چې ښایي د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې لوی اقدام ته چمتووالی ونیسي. هغه زیاته کړې چې روسیه، د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده او د ۶۰۰,۰۰۰ څخه د زیاتو سرتېرو بوختیدو له امله په سوریه کې د دې پرمختګونو د مخنیوي توان نه لري. ټرمپ په خپل بیان کې ویلي: “متحده ایالات باید په دې کې هېڅ ډول ښکېلتیا ونه لري. دا زموږ جګړه نه ده. پرېږدئ چې وضعیت خپله پرمختګ وکړي. مداخله مه کوئ!”