د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي په پاریس کې سره لیدلي. اروپایي مشران هڅه کوي، څو له روسیې سره په جګړه کې ټرمپ د اوکراین په ملاتړ قانع کړي. ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې تر بریا وروسته په لومړني سفر پاریس ته د نوتردام د کلیسا په پرانیست غونډه کې د ګډون په موخه تللی دی. الیزه ماڼۍ اعلان کړی، چې په دې کتنه کې به د اوکراین او په منځني ختیځ کې د روانو جګړو په اړه هم بحث وشي. ویلادیمیر زېلېنسکي بیا په یوې اعلامیه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي په اوکراین کې په عادلانه توګه ژر تر ژره جګړې پایته ورسېږي. د فرانسې د ولسمشر دفتر وایي، چې د دغې درې اړخیزې کتنې وړاندیز د مکرون له خوا شوی و. ټرمپ ژمنه کړې، چې د اوکراین جګړه به ژر ختمه کړي، خو د ترسره کېدو څرنګوالی یې په ډاګه کړی نه دی.