رویټرز راپور ورکړی، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد پرون په یوې الوتکه کې سپور شو او له دمشق څخه د یو ناڅرګند ځای په لور روان شو. خو د سوریې لومړي وزیر محمد غازي الجللي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، دی په کور کې دی او هېواد يې نه دی پرېښی، او د خپلو خلکو تر څنګ پاتې کېږي» له بل پلوه د سوریې د حکومت ضد وسلهوالو ویلي، چې پلازمینې دمشق ته ننوتلي دي. عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي، په زرګونه کسان په موټرو او پلي د دمشق په یوه چوک کې راټول شوي وو او د “ازادۍ” شعارونه یې ورکول. د حکومت ضد وسلهوالو ویلي، چې دوی د سوریې له خلکو سره د خپلو بندیانو د خلاصون او د هغوی د خوشې کولو او د سیدنیا په زندان کې د بې عدالتۍ د دورې پای ته رسېدل نمانځي. تر دې څو ساعته وړاندې د حکومت ضد وسلهوالو ویلي و، چې دوی یوازې له یوې ورځې جګړې وروسته د حمص کلیدي ښار بشپړ واک ترلاسه کړ او د بشارالاسد ۲۴ کلنه واکمني یې ختمه کړه. وسلهوالو د ښار له زندانه په زرګونه بندیان هم خوشې کړل.