د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره کتنه کې ویلي، اروپایي ټولنه هڅه کوي چې، نږدې راتلونکي کې د همکارو بنسټونو له لارې له افغان بزګرانو سره د نشه یي توکو بدیل کښت په برخه کې ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي. د ارګ د خبرپاڼې لمخې، نیکلاسن ویلي، د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې، د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي. سیاسي مرستیال دغه کتنه کې د نشه یي توکو بدیل کښت او روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د اروپایي ټولنې مرستې مهمې یادې کړي او پر ګاونډيو هېوادونو یې غږ کړی چې د افغان کډوالو له جبري ستنولو لاس واخلي.