د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان د طبیعي او معدني زېرمو په ځانګړي ډول د لیتیم له پلوه یو له بډایه هېوادونو دی. د نورالدین عزیزي په وینا، د افغانستان د لیتیم کانونو ارزښت یو ټریلیون ډالرو ته رسېږي. عزیز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د نړۍ په کچه د پاکې انرژۍ د اهمیت او کارونې زیاتېدو ته په نغوتې سره د کانونو په ځانګړې توګه د لیتیمو په برخه کې په برخه کې د کورنیو بنسټونو پانګون مهمه بولي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر دغه راز زیاتوي چې سرپرست حکومت چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې د اقتصاد محوره تګلارې بر بنسټ د پانګوالو هرکلی وکړي. لیتیم چې د بریښنا ترټولو مهم زیرمه کوونکې ګڼل کیږي، تر ډېره په نویو ټکنالوژیو کې په ځانګړې توګه د ګرځنده تلیفونونو، بریښنایی موټرو، کمپیوټرونو او د بې پيلوټه الوتکو د بیټرۍ په جوړولو کې کارول کیږي.