د سرپرست حکومت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست خلیلالرحمان حقاني د شهادت خبر تاید کړی دی. مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې خلیلالرحمان حقاني د یوې چادونې په پایله کې شهید کړای شوی دی. نوموړي د کومې ډلې له نوم اخیستو پرته زیاته کړې، چې دا برید د خوارجو له خوا شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې سرچینو ویلي و چې خلیلالرحمان حقاني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې د یوې چاودنې په پایله کې شهید شوی دی. د سرچینو په خبره، په دې چاودنه کې څلور نور کسان هم شهیدان شوي او څلور ټپيان دي. د سرچینو په خبره دا برید د ماسپښین لمانځه پرمهال شوی دی. تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.