د سرپرست حکومت عمومي ویاند د روسیې د هغه اقدام پر وړاندې چې د سرپرست حکومت نوم له تور نوملړه باسي ستایلی او دا یې له روسیې سره د اړیکو په پراختیا کې مهم ګام یاد کړی دی. بلخوا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې دغه پرېکړه د افغانستان او روسیې د اړیکو پراختیا په برخه کې مهمه بللې ده. تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و، چې د روسیې پارلمان داسې پرېکړه لیک تصویب کړې، چې ښايي له مخې یې د دغه هېواد کې د ممنوعه ډله له نوملړه د سرپرست حکومت د نوم لرې کېدو ته زمینه برابره شي. دغه پرېکړه لیک به د تخصصي کمیټو له تصویب وروسته د روسیې فډرالي شورا ته واستول شي. د یادونې ده چې، دا د روسیې له تور نوملړه د امارت د نوم د ایستلو په اړه د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو له څرګندونو وروسته لومړی عملي اقدام دی.