د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ولسمشر غني پر خبرو غبرګون ښودلی دی. عمران خان وایي د سولې په برخه کې اوسنی پرمختګ د پاکستان له همکارۍ رامنځ ته شوی دی او افغان حکومت ته په کار ده چې د پاکستان د رول ستاینه وکړي. د عمران خان په خبره د افغان حکومت او امریکا پر کړنو لږ څه تم کېدل په کار دي چې دوی په ۱۹ کلونو کې په جګړو افغانستان ته ثبات او سوله را نه وسته. تر دې مخکې ولسمشر غني ویلي وو، چې طالبان دې له پاکستان سره اړیکې پرې کړي او په دې توګه دې ثابته کړي چې دوی خپلواک دي.