د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزیر شهید خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسمو کې د ګډون او له کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره پکتیا ولایت ته په سفر تللی و. ښاغلي حامد کرزي د دې سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره لیدلي او د شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت په تړاو یې ورسره غمشریکي کړې ده. د یادونې ده، چې ګڼ شمېر سیاسي څېرې، قومي مشران او هېوادوال د شهید حقاني د فاتحې لپاره پکتیا ته تللي او د شهید حقاني له کورنۍ سره غمشریکې کړې ده. د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د حامد کرزي، قومي مشرانو، سیاسي څېرو او ټولو هغو هیواد والوڅخه مننه کړې، چې د دوی له کورنۍ سره غمشریکي کړې ده.