اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې د بلوچستان په نا امنه ایالت کې د پولیو واکسین ځنډول شوی دی. چارواکو په خبره دا کمپاین د دې لپاره ځنډېدلی چې روغتیايي کارکوونکو د روغتونونو د خصوصي کولو له وړاندیز سره مخالفت وکړ او په اعتراض یې لاس پورې کړ. د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره، پاکستان او افغانستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ناروغي له منځه نه ده تللې. په پاکستان کې سږکال د پولیو درې شپېته پېښې ثبت شوې دي چې شپږ وېشت یې یوازې په بلوچستان کې دي.