د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند څلورمې پلې لوا لخوا د ۳۰ کیلومتره سړک د رغولو او جغل اچولو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د دغه سړک کار، چې د آفخان او بیګمي سیمې نښلوي، د ملي دفاع وزارت په لارښوونه او د سیمې د خلکو په غوښتنه جوړېږي. د یادې لواء مسوولین وایي، چې تر اوسه د ۱۱ کیلومتره سړک چارې بشپړې شوې او پاتې برخې به په درېیو اونیو کې پای ته ورسېږي. د یادونې وړ ده، چې د همدې لواء له لوري تېره ورځ د خروار ولسوالۍ د آفخان کلي د ښوونځي او دیني مدرسې زده کوونکو ته درسي مواد هم ویشل شوي دي، چې د زده کړو په برخه کې به د سیمې ماشومانو لپاره مرسته وکړي.