د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو خونړیو ټرافیکي پېښو له امله د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیتونه ځنډول شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د کورنیو چارو وزارت، او د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولینو په دې اړه بېړنۍ غونډه کړې ده. د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هغو شرکتونو نومونه نه دي یاد کړي چې فعالیتونه یې ځنډول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل-کندهار پر لویه لاره په دوو ټرافیکي پېښو کې ۵۲ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان دي.