د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تهران د افغان کډوالو په جبري توګه د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او د تېر کال پرتله له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو شمېرې لوړې شوې دي. په افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې هره اونۍ د ایران له پولې افغانستان ته لسګونه زره افغانان راړول کیږي، چې له ګڼو بشري ستونزو او ننګوونو سره مخامخېږي. یو اېن ایچ سي ار ویلي چې په جبري توګه په دغو راستنیدونکو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې په ایران کې یې د استوګنې معتبر اسناد درلودل. د ملګرو ملتونو د یاد سازمان په همکارۍ د ایران سره په بېلابېلو پولو کې د افغانستان دننه راستنېدونکو کډوالو ته مرستندویه مرکزونه جوړ شوي، چې په کې نغدي مرستې او د لنډ مهال لپاره د اوسیدو استوګنځایونه شامل دي. دغه سازمان وايي، چې له ایرانه په داوطلبانه توګه راستنیدونکو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له لوري نغدي مرسته هم کېږي.