د چین د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د چین د پنځه جي سټېشنونو شمېر ۴ اعشاريه ۱۴ میلیونو ته رسيدلی دی، په منځنۍ توګه هر ۱۰ زره کسان د پنځه جي ۲۹ سټېشنونه لري. دا ښيي چې چین د ۱۴م پنځه کلن پلان د ابادولو په جریان کې له ټاکلي وخت مخکې د پنځه جي د جوړولو هدف بشپړ کړی دی.
په چین کې د سیاسي چارو مرکزونه، کلتوري او سیلانیز ځایونه، او عمده ټرانسپورټي لارې د پنځه جي شبکې تر پوښښ لاندې راغلي دي او د پنځه جي شبکې خدمتونه ليرې پرتو کليو ته پراختیا ورکوي. پنځه جي د چین د ملي اقتصاد په ۸۰ برخو کې کارول کېږي.