د چين له سترې برخې سره د مکاو د بېرته يوځای کېدو د ۲۵ مې کليزې لمانځغونډه او د دې ځانګړې اداري سيمې د شپږمې دورې حکومت د لوړې مراسم د ډسمبر د ۲۰ مې نېټې په سهار د دغه سيمې د ختيځې اسيا په لوبغالي کې ترسره شول او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ پکې ګډون وکړ او وينا يې وکړه.
شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين د مرکزي حکومت او د هېواد د بېلا بېلو قومونو د خلکو په استازيتوب د مکاو ټولو اوسېدونکو ته نيکې هيلې او د مکاو ځانګړې اداري سيمې د شپږمې دورې اجراييوي مشر څن های هوي او د شپږمې دورې حکومت چارواکو او د اداري کمېټې غړو ته يې مبارکې وړاندې کړې او له هغو وطنوالو او بهرنيانو يې مننه وکړه، چې د يو هېواد او دوو نظامونو او د مکاو د سمسورتيا او ثبات ملاتړ کوي.
شي جين پينګ په وينا کې هيله وښوده، چې د مکاو ځانګړې اداري سيمې د نوې دورې حکومت د اقتصادي پرمختګ د پلوراليزم، د حکومتوالۍ د ظرفيت لوړوالي، د لا لوړې کچې د ورخلاصون او د ټولنيز ثبات لپاره هڅې وکړي.