د مخابراتي ټېکنالوژۍ ۱۲ نمبر ازمویښتي سپوږمکۍ د ډسمبر د ۲۰مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۱۲ دقیقو د دغه هېواد د شي چانګ د سپوږمکۍ د توغولو په مرکز کې د(CZ-3B)وړونکي راکټ په وسیله په بريالۍ توګه وتوغول شوه. دغه سپوږمکۍ په برياليتوب سره ټاکل شوي مدار ته ننوتله او د توغولو ماموريت يې بشپړ شو.
یاده سپوږمکۍ په عمده توګه د سپوږمکۍ له لارې د مخابراتو، راډیو او تلویزیون، د ډاټا د لېږد لپاره کارول کېږي او د اړوندې تخنیکي ازموینې تصدیق هم ترسره کوي.