د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې په تېرو ۹ میاشتو کې په دغه ولایت کې ۲ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي. د یاد ولایت د برېښنا رییس سردارولي حمزه وایي، چې د روان کال له پیله تر دې دمه په دغه ولایت کې د برېښنا ریاست په ځانګړو هڅو سره ۲۰۰۰ کورنیو ته برېښنا رسول شوې ده. حمزه زیاته کړې، چې د پلان سره د برېښنا ریاست په هڅو د ډنډغوري په شهرنو او خروټي سیمو کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري دوه پایه ترانسفارمرونه د ۲ میلیونه ۳۶۸ زره ۹۰۰ افغانیو په لګښت نصب شوي. په همدې مهال د بغلان د ډنډغوري او د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي د سیمې اوسیدونکي هم له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د برېښنا پراختیا لپاره دې کار وکړي او د دوی سیمو ته دې د برېښنا شبکې جوړې کړي څو د برېښنا د نشتون د برخې ستونزې یې حل شي.