مالیې وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په لړم میاشت کې د هېواد ګمرکي چارو ۲۵.۲ سلنه پرمختګ کړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال د لړم په میاشت کې، ګمرکونو کې د ترسره شويو فعالیتونو په پایله کې؛ د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هېواد ګمرکي چارو ۲۵.۲ سلنه پرمختګ کړی دی. ویل شوي چې د روان مالي کال په اتو میاشتو کې هېواد ته د سوداګریزو اقلامو ګمرکي ارزښت هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹.۳ سلنه لوړ شوی دی.