د چمن پرلتوالو ګواښ کړی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي؛ نو د چمن – سپین بولدک له لارې به د منځنۍ اسیا سره د پاکستان د سوداګرۍ مخه ونیسي. دوی وايي، نور د پاکستاني چارواکو په تېر ایستنې او “دوه مخي” سیاست نه تېر وځي. دا په داسې حال کې ده، چې د چمن – سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون کې د چمن سلګونه اوسېدونکو له تېر یو نیم کال راهیسې پرلت پیل کړی دی. دوی وایي، نور به د هغو کسانو مخه هم ونيسي چې له دغه پرلته سياسي ګټه پورته کوي. پاکستان چارواکو بیا د پرلتوالو د دې ګواښ په اړه څه نه دي ويلي.