د بدخشان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ اړوند د شېنګان عليا په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه تنه ټپيان شوي دي. د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه پرون د یوه پیکپ ډوله موټر له سړک څخه د اوښتو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي. ټپیان د سیمې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. د دغې پېښې لامل د سیمې ځایي اوسېدونکو د سړک خرابوالی یاد کړی دی.