د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په ۸ میاشتو کې د څه باندې ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرنیو هیوادونو ته انار صادر شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې اړه رسنیو ته ویلي، چې تر ټولو ډېر انار پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي. بلخوا په هیواد کې د انارو يو شمېر باغ لرونکي که څه هم د انارو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي؛ خو بل لور ته د بازار له نشتونه شکایت کوي. افغانستان یو له هغو کرنیزو هېوادونو څخه دی چې له ۷۰ سلنې ډېر وګړي، یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او تر ډېره د خپل ژوند اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي.