د برازیل په جنوب ختیځ کې د یوه بس موټر د ټکر له امله ۳۸ تنه مړه شوي دي. په دغه پېښه کې نهه تنه پکې سخت ټپیان شوي، چې روغتیايي وضعیت یې نازک ښودلی شوی. د برازیل ولسمشر لیوس ایناسیو لولا ډاسلوا یاده ترافیکي پېښه یوه “ناوړه غمیزه” بللې ده. د برازیل د لویو لارو پولیسو ویلي چې دا پېښه د میناس ګیریاس په ایالت کې شوې ده. په لومړنیو پلټنو کې څرګنده شوې چې د ګرانیټ یوه ټوټه د یوې لارۍ موټر څخه چې په بل لاس روان و، په بس لګیدلې. پولیسو په اعلامیې کې ویلي چې د لارۍ موټر چلوونکی تر پېښې وروسته له سیمې تښتیدلی دی.