له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ویلي، ټاکل شوې سبا د افغانستان په ځینو سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي، چې درې ورځې به دوام وکړي. دغه سازمان له خلکو غوښتي چې له پولیو د پاک افغانستان لپاره خپل رول ادا کړي. د ګوزڼ یا د ماشومانو د فلج نړیوال بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روان کال په ترڅ کې تر اوسه د پولیو ۲۳ مثبتې پیښې ثبتې شوي، چې ډېرې هغه یې په ننګرهار ولایت کې دي. په هېواد کې د ګوزڼ واکسین په اړه د عامه پوهاوي نشتوالي او ناسم کولتوري روایتونه چې له مخې یې کورنۍ کوچنیان نه واکسین کوي د دغو پیښو د ډیریدو لاملونه بلل کېږي.