د چين ميډيا ګروپ خبريال د نومبر په ۵مه نېټه د صربيا له صدراعظم ميلوس وچيويچ سره ځانګړه مرکه وکړه، چې نوموړی د چين په اووم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره د چين شانګهاری ته راغلی و. وچيويچ په مرکې کې وويل، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د يوه لوی وارداتي هېواد په توګه د چين نړيوال مقام او د نړيوالو همکاريو په اړه د چين پرانيستې رويه څرګنده کړې ده.
دا د صدراعظم په توګه چين ته د وچيويچ لومړی سفر و. نوموړي د شانګهای د ښاري کېدو کچه، بشپړ تاسيسات او د ټرافیکي آسانتیاوو لپاره رامنځته شوې زمینه وستايله او و يې ويل، چې شانګهای د چين ستر پرمختګونه او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم برياليتوبونه انعکاس کړي دي.
نوموړي وويل، د چيني شکله عصري کېدو يوه ځانګړتيا دا ده، چې چين د پرمختګ په اړه له نورو هېوادونو سره د خپلو تجربو د شريکولو هيله لري او دا ځانګړتیا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ارزښت څرګندويي کوي.