امريکا په دې وروستيو کې د ۲۰۲۴م کال د چين د پوځي چارو او امنيت راپور خپور کړ. د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياو ګنګ د دغه راپور په اړه وينا وکړه او و يې ويل، چې امريکا په دغه راپور کې د چين دفاعي پاليسي تحريف کړې، د چين د پوځي ظرفيت د پرمختګ په اړه يې بې ځايه او ناسم ګومان وړاندې کړی، د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه کړې، د چين پر ځواکونو يې بې بنسټه تورونه لګولي او د چين د تش په نوم پوځي ګواښ په اړه يې ناوړه نظر د خپرولو هڅه کړې. نوموړي د دغه راپور په اړه سخته ناخوښي او ورسره يې ټينګ مخالفت څرګند کړ.
د جانګ شيا ګنګ په وينا، چين د سوله ييز پرمختګ پر لارې او د ځان دفاع په بڼه د ملي دفاع پر پاليسۍ ټينګار لري، په فعاله توګه يې د لوی هېواد د پوځ نړيوال مسئوليت پلی کړی، په خپلو رښتينو کړنو کې يې د نړيوال امنيت پېشنهاد او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره پلې کړې او د نړيوالې ټولنې لپاره يې د عام امنيت لپاره زيات توليدات برابر کړي دي. برعکس، امريکا د خپلو پوځي وړتياوو له لارې د يو قطبي بادارۍ د ساتلو په هڅه کې ده، په زور سره يې له امريکې بهر د قدرتونو د بدلون هڅې کړې، ړنګين انقلابونه يې پارولي او په خپله خوښه يې پر نورو هېوادونو افراطي فشارونه اچولي دي. امريکې په ناقانونه ډول په عراق، سوريې او افغانستان کې جګړې او پوځي عمليات پيل کړي او دغو هېوادونو ته يې د سر او مال ډېر سخت زيانونه رسولي او ستر بشري ناورینونه يې رامنځته کړي دي.
حقيقت ښيي، چې امريکا د نړيوال نظام لومړی لوی ويجاړوونکی او نړيوال امنيت ته د خطر لومړی لوی پښونکی دی.