د چین د مهاجرت ادارې د دسمبر په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې له ویزې پرته په چین کې د بهرنیانو د پاتې کېدو وخت له مخکنیو ۷۲ یا ۱۴۴ ساعتو څخه ۲۴۰ ساعتو ته اوږد شوی، یعنې بهرنیان د چین له لارې درېیم هېواد ته د تګ پر مهال له ویزې پرته په چین کې ۱۰ ورځې پاتې کېدای او د چین ۲۴ ولایتونو او ښارونو ته سفرونه هم کولای شي.
د دې خبر د اعلانېدو په یوه ساعت کې چین ته د تلونکو هوايي ټکیټونو او په چین کې د هوټلونو د انتخابولو اندازه د هغه وخت د تېرې ورځې په نسبت ۸۷ سلنه زیاته شوې.
نو ولې چین د لا پرانیستې تګلارې پر غوره کولو باور لري؟
د شنونکو په اند، له ښکلو منظرو، زر کلن تاریخ لرونکو کلتوري او هنري اثارو، خوندورو خوړو پرته، امنیتي چاپېریال او د ژوند اسانتیاوې د بهرنیو سیلانیانو د جلبونې مهم عوامل دي.
د چین د سیلانیزو چارو د څېړنیزې ادارې مشر دای بین ویلي، د سیلانۍ تر څنګ ژوند دی. ویل کېږي چې بهرني سیلانیان چین ته په راتللو سره د چینایانو رښتنی ژوند ګوري. چین په دې وروستیو کلونو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو، د ښاري کېدو بهیر پرمختګ او د ښکليو کلیوالو سیمو د جوړونې په شمول ځینو برخو کې د لیدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او چینایان په خوندي توګه ژوند او کار کوي، نو موږ د بهرنیانو پر وړاندې باور لرو.
ډېرو اروپايي او امریکايي سیلانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوګانو په خپرولو سره په چین کې د ټولنې پر امنیتي حالاتو حیرانتیا څرګنده کړه. د چین په ګوټ ګوټ کې چاپېریال خوندي دی او په ورځ او شپه کې خلک تګ راتګ کوي، هېڅ ډول اندېښنې نشته. دغه حالات د دغو سیلانیانو په خپلو هېوادونو کې د حالاتو په نسبت بیخي بېل دي.
بله خوا، په چین کې د پولي چارو ، د هوټلونو او ترانسپورټ او سایبري خدمتونو په شمول یو لړ چارو کې ډېرې اسانتیاوې موجودې دي، بهرني سیلانیان د کرځنده ټیلېفونونو له لارې داسې اسانتیاوې کاروي.
ویلی شوو چې چین ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ګړندی زیاتوالی د چین د لوړې سویې ورخلاصون څرکندویې کوي. د بنز او BMW په شمول د اروپا ځینو لویو تصدیو په اند، چین د بهرنیانو پر وړاندې له ویزې پرته د سفر تګلارې د سوداګریزو سفرونو لپاره هم ګټورې دي او پر چیني بازار به د اروپايي پانګوالو باور لا زیات شي. دغه راز به په دې سره په چین کې د نړیوالو غونډو او نندارتونونو د جوړېدو بهیر نور هم اسان شي، د مختلفو هېوادونو د منځنیو او کوچنیو تصدیو خاوندان به هم ترې ګټې اخیستی شي.
شمېرې ښيي، سږ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، ۲۹ میلیونو ۲۱۸ زرو بهرنیانو چین ته سفرونه کړي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸۶ اعشاریه ۲ سلنه زیات شوی. په دې جمله کې ۱۷ میلیونه ۴۴۶ زره یې له ویزې پرته چین ته ننوتلي او دغه شمېر ۱۲۳ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین د یادې تازه تګلارې په خپرېدو سره، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې په درشل کې د چین د هوټلونو د سپارښتنې اندازه ۵ چنده زیاته شوې. له دې څخه ښکاري چې د چین دغه تګلارې ډېرې د بهرنیو سیلانیانو د جلبېدو وړ دي. موږ دې ته سترګې په لار یوو چې د چین د لوړې کچې ورخلاصون د نړۍ سیلانیز اقتصاد ته خوځونده قوت برابر کړي او د چین او نړۍ ترمنځ پر سوداګرۍ فعالې اغېزې وکړي.