د لوګر ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د روان ۱۴۰۳ هـ.ل کال په تېرو اتو میاشتو کې یې ۱۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د لوګر د برېښنا شرکت رییس محمد فهیم منصور، ویلي چې یاد عواید د برېښنا بلونو، د ۳۹۸ نویو میټرونو نصبولو، د پایو لګولو او نورو خدمتونو له لارې راټول کړل او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د راټول کړل شویو عوایدو کچه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریاست له ټاکل شوي هدف څخه ۵۰ سلنه زیاته ده، چې د لوګر د برېښنا ریاست د هڅو یو مهمه لاسته راوړنه ده.